
کابل ټیلیګراف د تلې ۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د حرمین شریفین د خبرونو خپرولو یوې ټولنیزې پاڼې «انساید دی حرمین» د سرچینو په حواله ویلي چې شاهي محکمې د سعودي عربستان د نوي ستر مفتي او د علماوو د عالي شورا د مشر ټاکنه اعلان کړه.
د ټولنیزې پاڼې د راپور له مخې، شیخ ډاکټر صالح بن حمید د سعودي عربستان د نوي ستر مفتي او د علماوو د عالي شورا د مشر په توګه وټاکل شو.
د رسنیو د راپورونو پر بنسټ، دا پرېکړه د ۲۰۲۵م کال د سپتمبر پر ۲۳مه نېټه د پخواني ستر مفتي شیخ عبدالعزیز بن عبدالله آلالشیخ تر مړینې وروسته وشوه.
شیخ ډاکټر صالح بن حمید په ۱۹۴۹م کال کې د البوکریه په سیمه کې زېږېدلی دی.
هغه له ۱۹۸۴م کال راهیسې د کعبې امام دی او له دې وړاندې یې د عرفات په مسجد نمره کې د حج خطبه هم ورکړې ده.










