
کابل ټیلیګراف د تلې ۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د افغانستان د ښځو کډواله فوټبال لوبډله به لومړی ځل په نړیوالو سیالیو کې په یوه دوستانه لوبه کې راښکاره شي.
دغه سیالۍ د فیفا په نوښت د اکتوبر له ۲۳مې تر ۲۹مې پورې په دوبۍ کې د « فیفا د ښځو د یووالي لړۍ» په نامه ترسره کېږي.
افغان ښځینه لوبډله د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې وروسته جوړه شوه، کله چې طالبان پر کابل واکمن شول او د ښځو پر لوبو یې بشپړ بندیز ولګاوه.
په دې سیالیو کې به د افغان لوبډلې تر څنګ د کوربه متحدو عربو اماراتو، چاد او لیبیا ملي ټیمونه هم ګډون ولري.
د فیفا رییس جاني انفانټینو ویلي، چې د ښځو لپاره د فوټبال پراخ لاسرسی د دوی لومړیتوب دی او دا سیالۍ یې د هیلو او پرمختګ نښه ګڼلې ده.
تر طالبانو د واکمنېدو مخکې افغانستان ۲۵ قراردادي ښځینه لوبغاړې لرلې، چې ډېری یې اوس په استرالیا کې مېشتې دي.
فیفا بیا په بېلابېلو هېوادونو کې د وړتیا پېژندنې پروګرامونه ترسره کړي او د ۲۳ لوبغاړو یوه کډواله لوبډله یې جوړه کړې ده، څو په راتلونکو نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړي.










