
کابل ټیلیګراف د تلې ۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي له روسیې سره د جګړې د پای ته رسېدو په ترڅ کې د خپل مقام پرېښودلو وړاندیز کړی دی.
هغه امریکایي خبري وېبپاڼې سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، که له روسیې سره جګړه پای ته ورسېده، نو دی د خپل مقام پرېښودلو ته چمتو دی.
زیلنسکي وویل: «زما هدف جګړه ختمول دي، نه دا چې په ولسمشرۍ څوکۍ باندې اوسیږم.»
د یادونې وړده، چې د ۲۰۲۲ کال راهیسې د روسیې او اوکراین ترمنځ روانې جګړې کې تر اوسه د دواړو خواوو په سلګونو زره سرتېرو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.
دا په داسې حال کې ده، چې د جګړې د درولو لپاره څو ځله هڅې هم شوي، خو تر اوسه نه دي بریالۍ شوې.










