
کابل ټیلیګراف د تلې ۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې په تېره وږي میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې تر ۴۲۱ زره ټنه ډېر انتقالات شوي دي.
یاد وزارت نن(پنجشنبه، د تلې ۳مه) ویلي، چې په تېره وږي میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۲۱ زره او ۷۰۰ مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.
په دې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د حیرتان بندر له لارې ۲ لکه ۹۴ زره۴۸۱ ټنه، د اقینې بندر له لارې ۱۹ زره۸۹۷ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۵۴ زره ۴۶۲ ټنه او د خواف –هرات له لارې ۵۲ زره۸۶۰ ټنه انتقالات شوي دي.
خبرپاڼه کاږي چې ټولټال ۴ لکه۲۱ زره ۷۰۰ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، افغانستان ته وارد او صادر شوي دي.
د ټولګټو چارو وزارت زیاته کړې، چې ود انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په وږي مياشت کې ۱۹۴۶ ټنه ټرانزیت او صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه، د انارو جوس وریژې دي.
اقتصاد پوهان وایي چې هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړېږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه هم برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي او دوی هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته برابره شي.










