کابل ټیلیګراف د تلې ۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د را پورونو له مخې؛ په هلمند ولایت کې رسنیو ته امر شوی، چې د ساه کښو موجوداتو تصویر او ویډیو خپرې نه کړي.
سرچینې وایي، دغه سپارښتنه په یاد ولایت کې د طالابنو د امر باالمعروف ریاست لخوا خبریالانو او انځور اخیستوونکو سره په یوه ناسته کې شوې ده.
دوی ویلي، چې د امر باالمعروف قانون د ۲۲مې مادې پر بنسټ د ساه کښو موجوداتو تصویر او ویډیو خپرول منع دي.
سرچینې ویلي چې په دولتي ادارو کې تر دې وړاندې پر تصویري مرکو بندیز لګول شوی و.
د یادونې وړده، چې دوه ورځې وړاندې په هرات کې هم د ساه کښو موجوداتو په انځورونو او ویډیو اخیستلو بندیز لګول شوی وو.










