افغانستانخبرونه

کابل کې د دوو میرمنو په ګډون د حرفوي سوالګرو ۷ کسیز ډله نیول شوې

کابل ټیلیګراف د تلې ۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل بېلا بېلو سیمو کې یې د دوو میرمنو په ګډون د حرفوي سوالګرو ۷ کسیزه ډله نیولې، چې ورسره ۶۷۶۷۰۰ افغانۍ، ۳ د سرو زرو لاکټونه او د یو موټر اسناد، کیلي او جواز سیر تر لاسه شوي دي.

دغه وزارت ویلي، یادو کسانو له مودو راهیسې په مسلکي توګه سوالګري کوله او له همدې لارې به یې عواید ترلاسه کول.

 د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د دوی  د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په دې برخه کې دوامداره هڅې کړي دي او په راتلونکې کې به هم د داسې اشخاصو په نيولو او مخنيوي کې به تل پاتې مبارزه کوي.