افغانستانخبرونه

د زلزله ځپلې سیمې یوه خیمه کې ماشوم زیږیدلی

کابل ټیلیګراف د تلې ۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د ماشومانو د ژغورنې اداره وايي چې د افغانستان زلزله ځپلو سیمو په خیمو کې ماشومان زیږیدلي دي ځکه چې د خرابو سړکونو له امله امیندواره میرمنې روغتونونو ته نشي لېږدول کیدلی.

یادې ادارې ویلي اټکل کیږي چې یوولس زره میرمنې اوس مهال په زلزله ځپلو سیمو کې امیندواره دي او ممکن په راتلونکو میاشتو کې په خیمو کې خپل زیږون وکړي.

دوی زیاته کړه، دغه زیږون په داسې حال کې اټکل شوی، چې د ژمي تودوخه د سړې هوا څخه ښکته کیدی شي چې د ماشومانو لپاره روغتیایی خطرونه زیاتوي.

د ماشومانو د ژغورنې ادارې زیاته کړه چې د زلزلې د له امله اغیزمن شوي لس زره کورنیو څخه نهه یې اوس مهال په خیمو کې ژوند کوي.

د هیواد په ختیځ کې زلزلې له دوه زره څخه ډیر خلک مړه او له درې زره شپږ سوه څخه ډیر یې ټپیان کړي دي.

د ملګرو ملتونو په وینا د دې زلزلې د قربانیانو شاوخوا نیمایي یې ماشومان دي.