
کابل ټیلیګراف د تلې ۴مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د اسیا جام کرکټ سیالیو د څلورو غوره لوبډلو ترمنځ د سیالیو پر دوام پاکستان د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دې جام پایلوبې ته لار ومونده.
دغه لوبه پرون ماښام ترسره شوه. هندۍ لوبډله له وړاندې پایلوبه کې د خپلې سیالې لوبډلې انتظار کوي.
سبا د روان دوهم پړاو وروستۍ لوبه د هند او سریلانکا ترمنځ د افغانستان په وخت ماښام ۷ بجې ترسره کېږي.
پایلوبه به د را روانې یک شنبې په ورځ ماښام ترسره شي.
هند او پاکستان په روان اسیا جام کې تر دې دمه دوه ځلې مخ شوي چې، دواړه لوبې هند په لوی توپير ګټلې دي.
دواړه هېوادونه د سیاست ترڅنګ په کرکټ کې هم سخت رقیبان دي او هره لوبه کې د دوی ترمنځ د سیاسي کړکیچ نښې ښکاري.
کرکټ شنونکي بیا هندۍ لوبډله پر پاکستانۍ لوبډلې برلاسې بولي او په دې باور دي چې دا جام به هند په خپل نوم کوي.










