خبرونهنړۍ

ټرمپ د شهباز شریف او عاصم منیر سره سپینه ماڼۍ کې لیدلي

کابل ټیلیګراف د تلې ۴مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره شپه په سپینه مآڼۍ کې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف او د یاد هېواد د پوځ مشر عاصم منیر سره لیدلي دي.

د دغه لیدنې پر مهال د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وینس او د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم شتون درلود، چې د دې لیدنې زیات جزیان هم ندي ورکړل شوي.

له دې لیدنې وړاندې د امریکا ولسمشر ټرامپ د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف او د پوځ مشر عاصم منیر ستر مشران وبلل.

تر دې وړاندې خبرونه ورکړل شوي و، چې پاکستاني چارواکي به د ټرمپ سره د هند پاکستان، کشمیر او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.