
کابل ټیلیګراف د تلې ۴مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو ستره محکمه وایي، چې میدان وردګ ولایت کې یې یوه ښځه او یو سړی چې د نا مشروع اړیکو په جرم تورن و په عام محضر کې په دُرو وهلي.
دغه کسان پرون پنجشنبه د میدان وردګ د ښاري ابتدایئه محکمې د پرېکړې پر بنسټ پر بدني سزا رسول شوي دي.
د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي، چې تورنو کسانو ته د سترې محکمې له تایید وروسته ۲۰ـ ۲۰ دُرې سزا ورکړل شوه.
د یادونې وړ ده چې د طالبانو سترې محکمې وړمه ورځ هم په کابل کې ۱۷ کسان چې په بېلابېلو جرمونو تورن و په عام محضر کې په دُرو وهلي و.










