
کابل ټیلیګراف د تلې ۴مه ۱۴۰۴ لمریز کال
پاکستان تېره شپه بنګلدېش ته په ماتې ورکولو سره د اسیا جام پای لوبې ته لاره پیدا کړه، چې د یکشنبې په ورځ به د اسیا جام په ۴۱ کلن تاریخ کې په لومړي ځل د هند او پاکستان ترمنځ پای لوبه ترسره شي.
هندوستان د اسیا جام په لومړي پړاو او دویم پړاو یوه، یوه لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړې او تر اوسه یې په دغه جام کې هیڅ لوبه نده بایللې.
بلخوا د سوپر فور مرحلې وروستۍ لوبه به نن د هند او سرلینکا ترمنځ ترسره شي.
په سوپر فور مرحله کې سرلینکا هیڅ لوبه نده ګټلې، خو بنګلدېش بیا یوه لوبه کې بریا خپله کړې وه، چې دواړه لوبډلې له مخکې تګ بهر شوې.










