
کابل ټیلیګراف د تلې ۴مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې اسرائیلو ته به اجازه ورنکړي، چې د غزې لوېدیځه غاړه ونیسي.
هغه خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، اوس بس دی، زه به اسرائیل ته د لوېدیځې غاړې د نیولو اجازه ورنه کړم او دا سلسله باید ودرول شي.
ټرمپ زیاته کړه چې په دې اړه یې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نیتن یاهو سره هم خبرې کړي دي.
ولسمشر ټرمپ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ پر مهال عرب مشرانو ته هم ډاډ ورکړی چې هغه د اسرائیلو لخوا د لوېدیځې غاړې د نیولو پلان مخالفت کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې وروستیو کې د اسرائیلو چارواکو ویلي و، چې ممکن د لوېدیځې غاړې د ځینو برخو د کنټرول لپاره ګامونه پورته کړي.
د یادونې وړده، چې تېره ورځ د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویټکوف ویلي وو چې د ولسمشر ټرمپ او مسلمانو مشرانو ترمنځ لیدنه مثبته وه او تمه ده چې په غزه کې د روانې جګړې د پای ته رسولو هڅو کې ژر پرمختګ وشي.










