خبرونهنړۍ

مسلمانو هېوادونو د ملګرو ملتونو اسمبلۍ کې د نتن یاهو د وینا اوریدو څخه بایکاټ وکړ

کابل ټیلیګراف د تلې ۴مه ۱۴۰۴ لمریز کال

ټاکل شوې نن د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتن یاهو وینا وکړي، چې له وړاندې د مسلمانو هېوادونو مشرانو د هغه د وینا له اوریدو څخه بایکاټ کړی دی.

راپور وايي، د اسرائیلي لومړي وزیر د وینا پر مهال به د مسلمانو هېوادونو استازي د اسمبلۍ له تالار څخه ووځي. 

د یادونې وړده، چې نتن یاهو د “لوی اسرائیل” پلان یادونه کړې وه، چې د مسلمانو هېوادونو مشرانو یې د عرب هېوادونو د امنیت او سیمه ییز ثبات لپاره ګواښ بللی و. 

نن به د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف، د چین لومړی وزیر لي چیانګ او د بنګله دیش مشر محمد یونس هم د عمومي اسمبلۍ ته وینا وکړي.