
کابل ټیلیګراف د تلې ۴مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د خیبرپښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې د یوه بار وړونکي موټر د چپه کېدو له امله ۱۱ تنه مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
پولیسو ویلي، دغه پېښه نن سهار وخته د ډیره اسماعیل خان په درازنده اناسر سیمه کې د بار وړونکي موټر د برېک کار پرېښودلو له امله رامنځته شوې ده.
پولیسو ویلي، د پېښې په پایله کې ۱۱ کسان مړه شوي او ۳ نور ټپیان دي.
د پولیسو په وینا، په موټر کې سپاره کسان له خانوذي څخه ډېره اسماعیل خان ته روان وو. د پېښې وروسته مړي او ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.










