میټا د فیس بوک کم عمره کارونکو لپاره لوی بدلون اعلان کړ

کابل ټیلیګراف د تلې ۴مه ۱۴۰۴ لمریز کال
میټا شرکت اعلان کړی چې فیسبوک او میسینجر کې به یو مهم بدلون راولي، چې د کم عمره کاروونکو لپاره به چندان خوښونکی نه وي.
میټا به اوس د فیسبوک او میسینجر ګڼ شمېر کم عمره کاروونکو اکاونټونه “ټین اکاونټونو” ته واړوي.
د دې موخه د کم عمره کاروونکو آنلاین خوندیتوب یقیني کول دي، او په میلیونونو دا ډول اکاونټونه به په اوتومات ډول شخصي شي.
د کمپنۍ په وینا، دا اقدام په داسې وخت کې شوی چې میلیونونه کم عمره کاروونکي فیسبوک او میسینجر کاروي.
ټین اکاونټونه لومړی د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر کې د انسټاګرام لپاره معرفي شوي وو، او وروسته په متحده ایالاتو، کاناډا، برتانیې او استرالیا کې د فیسبوک او میسینجر کاروونکو لپاره هم پیل شول.
اوس دا ټین اکاونټونه په نړیواله کچه معرفي کېږي.
د ۱۳ څخه تر ۱۵ کلونو پورې د کاروونکو اکاونټونه به دې کټګورۍ ته واړول شي.
د مصنوعي ذهانت (AI) په مرسته به دا ډول کم عمره کاروونکي وپېژندل شي.
د ټین اکاونټونو له لارې به والدین وکولی شي د خپلو ماشومانو د میټا ایپس کارولو څارنه وکړي.
د دې کاروونکو لپاره به د بېلابېلو ډولونو موادو ته لاسرسی هم محدود شي.











