خبرونهلوبې

سبا یکشنبه ماښام د هند او پاکستان ترمنځ پایلوبه ترسره کېږي

کابل ټیلیګراف د تلې  ۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال

اسیا جام کې د څلور غوره لوبډلو وروستۍ لوبه تېر ماښام د هندوستان او سریلانکا ترمنځ ترسره شوه.

دغه لوبه جالبه، لومړی مساوي او لوبه سوپر اور ته ولاړه، چې په سوپر اور کې هند سریلانکا ته ماته ورکړه.

سریلانکا په سوپر اور کې هند ته د دوو لوبغاړو په سوځېدو د درې منډو هدف ورکړ، چې هند دا هدف پرته له کوم زیان په لومړي توپ پوره او سیالې لوبډلې ته یې ماته ورکړه.

په دې لوبه کې په لومړۍ توپوهنه کې سریلانکا د پچې په ګټلو هند ته د توپوهنې بلنه ورکړه چې هند د خپلو پنځو لوبغاړو په سوځېدو په ټاکل شویو شلو اورونو کې سیالې لوبډلې ته د ۲۰۳ منډو هدف وټاکه.

سریلانکا د دغه هدف په لاسته راوړلو بریالۍ نه شوه او د ټولو اورونو په لوبولو یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۲ منډې جوړې کړې او د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه مساوي شوه.

د سریلانکا له خوا پېتوم نېسانکا تر ټولو زیاتې ۱۰۷ منډې او کوسل پرېرا ۵۸ منډې جوړې کړې.

نن د دغو لوبو دمه ده او سبا ورځ (یکشنبه د سپتمبر ۲۸) د هند او پاکستان ترمنځ پایلوبه ده، چې دواړه لوبډلې د اسیا جام په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په پایلوبه کې سره مخ کېږي.