افغانستانخبرونه

پاکستان په پنجاب کې د افغان کډوالو ۵ نور کمپونه هم وتړل

کابل ټیلیګراف د تلې  ۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال

پاکستاني حکومت د پنجاب په خیبر پښتونخوا سیمه کې د افغان کډوالو ۵ نور کمپونه هم وتړل.

د مالوماتو له مخې دا کمپونه چې شاوخوا ۴۰ کاله وړاندې په تدریجي ډول جوړ شوي وو، سلګونه زره افغانان پکې مېشت وو.

د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې، درې کمپونه په هریپور، یو په چترال او یو په اپر دیر کې دي، چې د افغان کډوالو په ایستل کېدو سره خالي شول او وتړل شول.

پاکستانۍ رسنۍ وايي، یوازې په هريپور کمپ کې تر ۱۰۰ زرو افغان کډوال اوسېدل.

دا کمپونه داسې مهال تړل کېږي، چې پاکستان څو ورځې وړاندې په پنجاب کې د میاولي په نامه هم د افغانانو یو مشهور کمپ وتاړه.

پاکستان له ۲۰۲۳ کاله راهیسې په سلسله وار ډول د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې، خو د روان کال په پيل سره یې خورا چټکه کړه.

پاکستان ادعا کوي، چې افغان کډوال په نا امنیو کې ښکېل دي، خو د سلګونه زرو له ایستل کېدو وروسته هم د پاکستان ناامنۍ کې بدلون نه دی راغلی.

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ او نورو بنسټونو له پاکستانه د افغان کډوالو د تدریجي او با عزته ایستنې غوښتنه کړې، خو شواهد ښيي، چې نه ده منل شوې.