
کابل ټیلیګراف د تلې ۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د ترکیې د آیدین ولایت د دیدیم ښار په سیمه کې یوه کښتۍ چې ۴۵ کډوال په کې ناست وو ډوبه شوې ده.
د کښتۍ کې د ناستو ۴۵ کډوالو له ډلې څخه یوه افغانه مېرمن او د هغې درې کلن زوی مړ شوی او نور کډوال ژغورل شوي.
دغه کښتۍ د خرابي هوا او سمندر څپانده کېدو له امله اوښتې ده.
په دې پېښه کې یوه ۳۰ کلنه افغانه مېرمن سویتا مجيدي او د هغې درې کلن زوی احمد مړ شوی او پاتې کډوال ژغورل شوي دي.
سیمه ییزچارواکي وایي، له خبر سره سم د ترکیې ساحلي او روغتیایي ځواکونو ډله د پېښې ځای ته ورسېدل او د کډوالو د ژغورنې عملیات یې پیل کړل.
د افغان مېرمنې او هغې د ماشوم مړي روغتیایي مرکز ته وړل شوي او نور کډوال د قانوني څېړنې له پاره د آیدین ساحل امنیې قوماندانۍ ته بېول شوي دي.
هر کال ډېر افغانان د ترکیې او یونان پر سمندري لارو اروپا ته د تلو پر مهال د مرګ، نیول کېدو او بیرته افغانستان ته د شړل کېدو له ګواښ سره مخ کېږي.
اوسمهال ډېری افغانان په افغانستان کې د طالبانو د محدودیتونو او له بېکارۍ اړ کېږي چې، د دې لارو سختې او آن مرګ وزغمي.










