خبرونهنړۍ

یونان: د غزې کړکچی له امله به له اسرائیلو سره دوستي پای ته ورسوي

کابل ټیلیګراف د تلې  ۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال ‏

د یونان لومړي وزیر وایي، د غزې د مسلې له امله به د یونان او اسرائیلو ژوره دوستي پای ته ورسيږي. 

د یونان لومړي وزیر کریوکس مټسوټاکیز د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په وینا کې اسرائیلو ته د دوستۍ د پای ته رسولو خبرداری ورکړ او ویلي، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۷مې وروسته د حماس پر ضد د اسرائیلو عملیات درست نه و او د زرګونو ماشومانو د مړینې لامل شول، چې دا چاره هیڅ جواز نلري.

مټسوټاکیز وویل: “موږ له اسرائیلو سره سټراټېژیکې اړیکې لرو، خو رښتیا دا ده چې موږ باید رښتینې خبرې وکړو.” 

نوموړي وویل، “زه خپلو اسرائیلي ملګرو ته پیغام ورکوم چې د دوو دولتونو حل له منځه وړلو ته دې نه ځئ، که نه خپل پاتې اتحادیان به هم له لاسه ورکړئ.”