خبرونهنړۍ

ایران د بریتانیا، فرانسې او جرمني خپل سفیران ور غوښتي

کابل ټیلیګراف د تلې  ۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال

ایران د بریتانیا، فرانسې او جرمني هېوادونو څخه خپل سفیران خپل هېواد ته ورغوښتي.

د دغه هېواد رسنۍ وایي، دغه سفیران پر ایران د بندیزونو په اړه د سلا مشورې لپاره ایران ته غوښتل شوي دي.

 ‏د ایراني رسمي رسنیو په حواله، دغه درې واړو هېوادونو پر ایران باندې د ملګرو ملتونو د بندیزونو بیا فعالولو ملاتړ کړی و.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سپتمبر په ۲۷مه د ایران پر ضد پخواني بندیزونه بیا نافذ کړل، چې د برتانیې، فرانس او جرمني (E3) له خوا د اګست په ۲۸مه فعال شوي “سنپ بیک” میکانیزم پر بنسټ وو.

 دا بندیزونه د ایران اتمي پروګرام، بالسټیک میزایلو، هارډکمر او سفري محدودیتونو سره تړلي دي او د چین او روسیه د ځنډولو هڅو سره سره نافذ شوي، چې ایران یې د لویدیځو هېوادونو د غیر قانوني کړنې په توګه یادوي.