افغانستانخبرونه

د طالبانو د استیناف په علنۍ محکمه کې یوه میرمن وژل شوې

کابل ټیلیګراف د تلې  ۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د هرات ولایت له سرچینو څخه خبر ترلاسه شوی چې د طالبانو د استیناف محکمې په علني غونډه کې یوه ښځه وژل شوې ده.

د سرچینو په وینا، دا پېښه نن سهار شاوخوا ۱۰:۳۰ بجې رامنځته شوې، او دا ښځه د هرات د ولایتي شورا د پخواني غړي عبدالرحمن مرادي په وژنه تورنه وه.

سرچینو زیاته کړې، پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې دا ښځه د محاکمې لپاره له زندان څخه د محکمې غونډې ته لېږدول شوې وه.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، دا ښځه د عبدالرحمن مرادي مېرمن وه او د هغه ورور له خوا وژل شوې ده.

سرچینو ویلي، که څه هم طالبانو مخکې ویلي وو چې عبدالرحمن مرادي ځان وژنه کړې، خو د هغه کورنۍ د نوموړې په میرمنې تور لګولی و، چې هغې وژلی دی.

سرچینو تشریح کړې چې یو کس د دې ښځې په وژنه کې د لاس لرلو په تور نیول شوی، خو محلي طالبانو لا په دې اړه څه ندي ویلي.

دا پېښه داسې مهال د طالبانو د استیناف محکمې په غونډه کې رامنځته کېږي چې دا ډله د ټول هېواد د امنیت ادعا کوي، خو راپورونه د طالبانو ناتواني نوره هم څرګندوي.