افغانستانخبرونه

خوست کې یو پخوانی نظامي په ډزو وژل شوی

کابل ټیلیګراف د تلې  ۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د را پورونو له مخې؛ د خوست په تڼۍ ولسوالۍ کې یو پخوانی نظامي د ناڅرګندو کسانو له لورې په ډزو وژل شوی دی.

سرچینې وایي، د صمد تڼي په نوم دغه ځوان د جمهوریت پر مهال د ملي امنیت ادارې کارمند و، چې د یاد نظام له سقوط وروسته په خپل کلي کې میشت و او عادي ژوند یې کاوه.

دغه سرچینې کابل ټیلیګراف ته وویل: صمد پرون مازیګر د ټنۍ ولسوالۍ د سور توي سیمې په ژۍ کلي کې په ډزو وژل شوی دی، خو کورنۍ یې وایي، چې دوی له هیچا سره شخصي دښمني نلري.

 طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.