
کابل ټیلیګراف د تلې ۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د آسیاجام د کرکټ په ۴۱ کلن تاریخ کې نن یکشنبه په لومړي ځل د هند او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لوبه پایلوبه ترسره کېږي.
دغه پایلوبه د افغانستان پر وخت د ماښام ۶نیمې بجې ترسره کېږي.
د سیاست ترڅنګ هند او پاکستان د لوبو په میدان کې هم سرسخت سیالان ګڼل کېږي او تل د دواړو هېوادونو ترمنځ په ملي لوبو کې د سیاسي ډګر د کړکېچ سیوری لیدل کېږي.
دواړه لوبډلې په سږني آسیاجام کې تر دې دمه دوه ځلې مخامخ شوي، خو دواړه لوبې هند په لوی توپير ګټلې ده.
د کرکټ تبصره کوونکي بیا ټول په دې باور دي چې، د هند لوبډلې جوړښت او لوبو ته په کتو به همدوی سږنی آسیا جام ګټي.
دوی وایي، پاکستان په تېرو لوبو کې هم ښه نه دی ځلېدلی او ښایي په نننۍ لوبه کې هم ترسخت فشار لاندې وي، نو ځکه د هند د بري سلنه زیاته ده.
وبه لیدل شي چې نن د ۲۰۲۵ آسیا جام پایلوبه څوک او څنګه ګټي.
په سږني آسیاجام کې د هند او پاکستان ترڅنګ، افغانستان، سریلانکا، بنګله دېش، متحده عرب امارات، هانګ کانګ، عمان لوبډلې ولوبېدې.










