افغانستاناقتصادخبرونهسیمه

افغانستان له لارې منځني آسیا ته د پاکستان سوداګري ۲.۴۱  میلیارده ډالرو ته رسېدلې

کابل ټیلیګراف د تلې  ۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د ایکسيریس تریبیون د راپور له مخې پاکستاني چارواکو ویلي چې، د ۲۰۲۵ مالي کال په ترڅ کې د منځنۍ آسیا له هېوادونو، افغانستان او آذربایجان سره د پاکستان دوه اړخیزه سوداګري ۲.۴۱  میلیارده ډالرو ته لوړه شوې ده.

د سرچینې په راپور کې راغلي، چې دا د تېر مالي کال (۱.۹۲ میلیارده ډالر) پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.

د راپور له مخې، دغو هېوادونو ته د پاکستان د صادراتو کچه ۱.۷۷ میلیارد ډالرو ته رسېدلې، په داسې حال کې چې واردات ۶۴۱ میلیون ډالره ثبت شوي دي.

دا د ۲۰۲۴ مالي کال پرتله څرګند زیاتوالی دی، ځکه چې هغه مهال صادرات یوازې ۱.۳۴ میلیارده او واردات ۵۸۱ میلیون ډالر و.

افغانستان لا هم د پاکستان تر ټولو لوی سوداګریز شریک پاتې شوی، چې صادرات یې ۱.۳۹ میلیارده ډالرو ته او واردات یې ۶۱۲.۵ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.

قزاقستان هم د پاکستان لپاره د پام وړ شریک په توګه څرګند شوی، چې د پاکستان صادرات دې هېواد ته ۲۵۰.۸ میلیون ډالرو ته رسېدلي.

ازبکستان ته بیا د پاکستان صادرات د ۹۱.۴ میلیون ډالره او له دې هیواده واردات ۲۰.۳ میلیون ډالره وو.

نورو هېوادونو لکه قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان او آذربایجان ته د پاکستان د سوداګرۍ اندازه کوچنۍ خو ثابته وه.

د منځنۍ اسیا هیوادونو ته د پاکستان راکړه ورکړه د افغانستان له لارې شوې ده.