خبرونهځانګړي برخهسیمهنړۍ

له ۳۰ ورځني ځنډ وروسته پر ایران د بندیزونو لړۍ بیا پیل شوي 

کابل ټیلیګراف د تلې  ۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پرېکړه‌لیک له مخې پر ایران له ۳۰ ورځني ځنډ وروسته یو وار بیا د بېلابېلو بندیزونو د لګېدو لړۍ پيل شوې.

دا بندیزونه نن د «ماشې میکانیزم» په نوم په اتومات ډول پر ایران پيل شول.

د دې پرېکړه‌لیک له مخې چې په بهر کې د ایران شتمني به بیا ځلي کنګل، تهران سره د وسلو معاملات به بند او د بالستیک توغندیو پراختیا برنامه به هم وننګول شي.

په راپورونو کې د دغو بندیزونو لاملونه له  نړیوالې اټومي انرژۍ سره د ایران نه‌همکاري او له امریکا سره د مخامخ خبرو ځنډول ښودل شوي دي.

د ویلو ده چې دا بندیزونه د بریټانیا، فرانسې او جرمني هېوادونو په غوښتنه د ملګرو ملتونو له لوري بیا لګول کېږي.

تر دې مخکې ایراني چارواکو ویلي وو چې د اټومي انرژۍ په برخه کې د خبرو لپاره د امریکا پر مذاکراتو شکمن دي او هغوی (امریکا) په دې برخه کې رښتیني نه دي. 

تر اوسه دا ده روښانه شوې چې دا بندیزونه به پر ایران څه ډول اغېز ولري، او کومې برخې به یې زیاتې وځپل شي.