
کابل ټیلیګراف د تلې ۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا په شمالي کارولینا ایالتکې د کښتۍ له خوا پر یوې ساحلي شراب خانې ډزې شوي.
ای، بي، سي نیوز نن یکشنبه لیکلي چې، د دغه برید په پایله کې ۳ کسان وژل شوي او ۸ نور ټپيان شوي دي.
سرچینه لیکي: «په کښتۍ کې سپاره شخص د امریکن فیشن کمپنۍ په نوم بار (شراب خانې) باندې ډزې وکړې او تر ډزو وروسته له کښتۍ سره وتښتېد.»
سرچینه زیاتوي چې، په دې اړه پر یوه کس شک شوی خو نیول شوی نه دی.
تر دې پېښې مخکې ښاروالۍ د فیسبوک له لارې خلکو ته خبرداری ورکړی و، چې دغسې خطر شته او باید خلک په خپلو کورونو کې پاتې شي.










