افغانستاناقتصادخبرونه

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ کچه تر یو میلیارد ډالرو اوښتې

کابل ټیلیګراف د تلې  ۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې د روان ۱۴۰۴ کال لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم یو میلیارد او ۱۰۸ میلیون ډالرو ته رسیږي.

دغه وزارت نن (یکشنبه) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، پاکستان ته د افغانستان د صادراتو کچه ۳۰۴ میلیون ډالره ده.

د خبرپاڼې له مخې، افغانستان د روان کال لومړیو شپږو میاشتو کې بیا له پاکستان څخه د ۸۰۴ میلیون ډالرو په ارزښت واردات کړي.

خبرپاڼه کاږي چې، د ډبرو سکاره، مالوچ، پروسس شوې تالک ډبرې، مۍ، بادرنګ، لوبیا، تنباکو او عدس پاکستان ته د افغانستان د صادراتو مهم توکي جوړوي.

په مقابل کې یې له پاکستان څخه وریجې، سمنټ، درمل، رختونه، کچالو او نور توکي وارد کړي دي.