تېرو ۱۰۰ ورځو کې له ایرانه ۱.۱میلیون کډوال افغانستان ته راغلي

کابل ټیلیګراف د تلې ۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال
هرات لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کتلور رییس وايي د افغان کډوالو د راستنېدو د لړۍ په دوام په تېرو ۱۰۰ ورځو کې یو اعشاریه یو میلیونکسان یوازې له ایران څخه افغانستان ته راستانه کړای شوي دي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کتلور رییس احمد الله متقي دغه ارقام له بي بي سي سره په خبرو کې شریک کړي دي.
نوموړي ویلي چې په دغه موده کې ۲۲۳ جنازې هم له ایرانه راوړل شوي دي.
متقي چې د مرکې یوه برخه یې په خپله اېکس پاڼه خپره کړې دا هم ویلي، په راوړل شویو جنازو کې هغه افغانان هم شامل چې، د راتګ پرمهال په ګڼه ګوڼه کې مړه شوي دي.
دغه طالب چارواکو همدا راز په ایران کې د افغان کډوالو او د دوی د راستنېدو پرمهال د ناوړه چلند له کبله ژوره خواشینې ښودلې ده.
نوموړي ویلي چې ځینې کډوال ان دې ته هم نه دي پریښودل شوي د راتګ پرمهال څپلۍ یا بوټان په پښو کړي.
د افغانستان له ګاونډیو په ځانګړي توګه ایران او پآکستان څخه د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ په ورستیو کې په کمساري ډول چټکه شوې ده او هره ورځ د زرګونو کسانو د راتګ په اړه خبرونه ورکول کیږي.










