خبرونهنړۍ

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازی ایران ته تللی

کابل ټیلیګراف د تلې  ۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال

ایرانۍ رسنۍ وایي، د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځآنګړي استازی محمد صادق خان نن تهران ته رسیدلی.

دغه رسنیو ویلي، چې نوموړی به له ایراني چارواکو سره د کتنې پر مهال د سیمې د وروستیو بدلونونو ارزونه، دوه طرفه اړیکو او په ځآنګړي ډول د افغانستان په اړه خبرې اترې وکړي.

 دوه ورځې وړاندې د ملګرو ملتو د عمومی اسمبلۍ د اتیایمې غونډې په څنډې کې د ایران، چین، پاکستان او روسيې د بهرنيو چارو وزیرانو ګډه غونډه د افغانستان په اړه په نیویارک کې ترسره شوه او دغه راز یې د طالبانو څخه د نشه یي توکو، ترهګرو او یو شمېر نورو برخو کې غوښتنې وکړې.

په ورته وخت کې طالبان ټینګار کوي، چې د افغانستان خاوره به د بل هیڅ ګاونډي پر ضد ونه کارول شي.