افغانستانخبرونه

ملګري ملتونه:د کونړ په زلزله کې د ویجاړو کورونه بیارغونه باید ژر پیل شي

کابل ټیلیګراف د تلې  ۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د ملګرو ملتونو د بشري مېشت ځایونو پروګرام اعلان کړی، چې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله د ویجاړ شویو کورونو د بیارغونې پروسه باید ژر تر ژره او د طبیعي پیښو په وړاندې په زیات مقاومت سره پیل شي.

دغه سازمان نن(یکشنبه، د سپټمبر ۲۸مه) په ټولنیزو رسنیو کې ټینګار کړی چې، نړېدلي کورونه باید د پخوا په څېر ونه رغول شي؛ بلکې د زلزلې په وړاندې مقاومت لرونکي دې و رغول شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مېشت ځایونو پروګرام په وینا، په دې پیښه کې زیاترو کورنیو نه یوازې خپل سرپناه بلکې خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.

په افغانستان کې د د ملګرو ملتونو د بشري مېشت ځایونو پروګرام مشرې سټیفني لوز د کونړ ته د سفر په جریان کې د نړیوالې ټولنې او سیمه ایزو ادارو څخه د اغیزمنو کورنیو د ملاتړ لپاره د بیړني اقدام غوښتنه وکړه.

هغې خبرداری ورکړ چې د بیارغونې په برخه کې ځنډ کولی شي د زرګونو بې‌ځایه شویو کورنیو د ژوند شرایط نور هم ستونزمن کړي.

د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې وروستیو زلزلو پراخ زیانونه اړولي او زرګونه کورونه یې ویجاړ کړي دي. ډېری ژوندي پاتې شوي کسان لاهم په لنډمهاله سرپناهونو کې ژوند کوي او د ژوند له جدي ننګونو سره مخ دي.

ملګرو ملتونو او مرستندویه ادارو په وار وار ټینګار کړی چې د دوامداره بیارغونې او اغیزمنې مرستې لپاره د حکومت، نړیوالې ټولنې او بشري سازمانونو ترمنځ همکارۍ ته بېړنۍ اړتیا ده.

په یاده زلزله کې یوازې په کونړ ولایت کې تر ۲۵۰۰ کسان زیات مړه او تر ۴ زره نور ټپيان شول او تر ۵۰۰۰ زره څخه زیات کورونه ړنګ شوي دي.