
کابل ټیلیګراف د تلې ۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلنسکي له هغو څرګندونو وروسته چې د هنګري له خوا د دغه هېواد هوايي حريم تر پښو لاندې شوی دی، د هنګري د بهرنيو چارو وزير ويلي چې زلنسکي “خپل عقل له لاسه ورکړی دی.”
زلنسکي دا موضوع د يوې لومړنۍ پوځي ارزونې پر بنسټ راپورته کړې او د راپورونو د سمدستي پلټنې امر يې کړی دی.
د هنګري د بهرنيو چارو وزير پيټر سيارتو په غبرګون کې زلنسکي پر “هنګري ضد عقدې” لرلو تورن کړ.
هنګري د اروپايي ټولنې او ناټو غړی دی، دوه سازمانونه چې د روسيې پر وړاندې د اوکراين په جګړه کې د دغه هېواد ملاتړي دي.










