
کابل ټیلیګراف د تلې ۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د یوه غړي یوه نوې ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ده چې د کاروونکو او وګړو ترمنځ یې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
په دې ویډیو کې، لیدل کېږي چې هغه وايي: «غوره او غیرتمن سړی هغه دی چې درې یا څلور ښځې ولري.»
دغه طالب زیاته کړې چې هغه کسان چې یوازې یوه مېرمن لري، «کمزوري او ناتوانه» دي او ادعا کوي چې دا ډول خلک ډېر د «فحشا» پر لور ځي.
دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې، د طالبانو ډېری غړو د واک ترلاسه کولو وروسته دویم او درېیم وادونه کړي دي؛ هغه موضوع چې له پراخو نیوکو سره مخ شوې ده.










