
کابل ټیلیګراف د تلې ۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان رسنیو د خپلو سرچینو له قوله ادعا کړې، چې په ۲۰۲۲م کال کې د پېښور کوچ رسالدار په سیمه کې بمي چاودنې اصلي مرستندویه داعش محمد احسان عرف انوار په افغانستان کې وژل شوی.
د پېښور په کوچ رسالدار د پاک هوټل ته څېرمه په ۲۰۲۲م کال کې خونړۍ چاودنې له امله ۶۷ کسان وژل شوي وو.
پاکستاني رسنیو د دې هېواد د امنيتي سرچينو له قوله ویلي، د داعش خراسان قوماندان محمد احساني عرف انوار د افغانستان په مزارشريف ښار کې وژل شوی دی.
دوی زیاته کړې، وژل شوی قوماندان احساني د ۲۰۲۲ کال د پېښور کوچې رسالدار بمي چاودنې اصلي مرستندوی و.
دغه رسنۍ د امنيتي سرچينو له قوله ويلي چې احساني تاجک ځآنمرګي بریدګر پاکستان ته راوستل او د هغوی د روزنې مسؤلیت یې درلوده.
تر اوسه داعش ډلې او یا هم طالبانو د دغه کس د وژل کېدو په اړه څه ندي ویلي.










