
کابل ټیلیګراف د تلې ۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال
په غزه د اسرائیلو تازه بریدونو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال ۹۰ نور فلسطینیان وژل شوي دي.
عربي رسنيو ویلي، د اسرائيلو پوځ له خوا غزه کې پر استوګنيزو ودانيو، د بې کوره فلسطينيانو پر پناه ځايونو او خېمو بمباري شوې.
د اسرائيل پوځ په شمالي غزه کې پر بې وسلې مېرمنو او ماشومانو باندې، چې له رسنيو سره يې خبرې کولې، هم د بې پيلوټه الوتکې بريد کړی دی.
عربي رسنيو په وينا، د پرون سهاره تر اوسه په غزه کې د اسرائيلي بريدونو له امله د يوې کورنۍ ۱۱ غړو په ګډون ۹۰ زيات فلسطينيان شهيدان شوي دي.
د شهيدانو په منځ کې يو فلسطيني خبريال هم شامل دی، چې له دې سره په غزه کې د شهيد شويو خبريالانو شمېر ۲۵۲ ته رسېدلی دی.
بل لور ته، د امريکا ولسمشر ټرمپ دعوه کړې چې په غزه کې به ژر اوربند وشي، خو حماس وايي، د ولسمشر ټرمپ کوم پلان تر اوسه نه دی موندل شوی.










