
کابل ټیلیګراف د تلې ۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال
ترکیې د هوايي دفاع لپاره د اوږد واټن ویشتونکي نوي توغندي سایپر ۱ ډي بریالۍ ازموینه کړې ده.
د ترکي رسنیو په وینا، د هوايي دفاع لپاره په کورني کچه جوړ شوی توغندی سایپر ۱ ډي د سمندري بېړیو څخه په عمودي توګه توغول کېدلی شي.
د ترکي دولتي سرچینو په وینا، د سایپر ۱ ډي توغندي د ویشتلو وړتیا له ۱۰۰ کیلو میټرو څخه زیاته ده او دا ازموینه د ملي عمودي توغولو سیسټم (MIDLAS) له لارې ترسره شوې ده.
د دې پرمختللي توغندي ازموینې وروسته ترکیې د هغو هېوادونو په کتار کې ځای ونیو، چې په کورني کچه د خپل سمندري بیړیو لپاره د اوږد واټن هوايي دفاعي سیسټم جوړولو وړتیا لري.










