افغانستانخبرونه

پاکستان ته په جعلي اسنادو تلونکي ۵ افغانان ونیول شول

کابل ټیلیګراف د تلې  ۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان د کډوالو دفتر وایي، ۵ افغانان چې په جعلي اسنادو یې دغه هېواد ته تګ کاوه، د دوی کارکوونکو له لورې تر نیول کېدو وروسته بېرته د تورخم له لارې افغانستان ته لیږل شوي دي.

دغه دفتر ویلي، یادو کسانو کې د یوې میرمنې په ګډون ۳ تنو خپل شکله جعلي پاسپورټونو باندې پاکستان ته داخل شوي و، دغه راز یو بل بیا د کډوالۍ یا امیګرېشن جعلي ټاپه وهلې وه او ۵ کس یې د سفر لپاره هیڅ قانوني اسناد نه درلودل.

دوی ویلي، یاد کسان تر پېژندل کېدو وروسته ونیول شول او د تورخم له لارې بېرته افغانستان ته ولیږل شول.

تر دې وړاندې هم یو بل افغان د جعلي پاسپورټونو سره نیول شوی و.