
کابل ټیلیګراف د تلې ۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د بهرنیو رسنیو په وینا، د جرمني په پلازمېنه برلین کې د غزې د روانې نسل وژنې پر ضد پراخه لاریون شوی دی.
لاریون کوونکو غوښتنه کړې، چې اسرائیلو ته د وسلو ورکړه باید سمدستي ودرول شي او د اروپايي ټولنې تر چتر لاندې پر اسرائیلو بندیزونه ولګول شي.
په دې لاریونونو کې ۵۰ بېلا بېلو سازمانونو برخه اخیستې وه، د فلسطین بیرغ او لیکل شوي بینرونو په لیږدولو سره یې شعار ورکړ، چې “ټولې سترګې پر غزه دي.”
تر وړاندې هم د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې ورته لاریونونه شوي او پر غزه یې د اسرائیلو بریدونه غندلي.










