
کابل ټیلیګراف د تلې ۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال
کابل کې د روسیې سفیر ویلي چې هیواد به یې له طالبانو په لومړي ځل د مسکو فارمټ په راتلونکې غونډه کې د غړي په توګه هرکلی وکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه وايی، په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره کتنه کې یادې څرګندونې کړي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، ژیرنوف په اکټوبر کې د مسکو فارمټ اوومه غونډه کې د بهرنیو چارو د وزیر په مشرۍ د پلاوي د ګډون په اړه تفصیلي معلومات ورکړل ویې ویل چې روسیه به د طالبانو څخه په لومړي ځل د دغه فارمټ د غړي په توګه هرکلی وکړي.
د خبرپاڼې له مخې، متقي په مسکو فارمټ کې د طالبانو غړیتوب یو مهم او اساسي ګام وباله او هیله یې څرګنده کړه چې دغه سیمهییز چوکاټونه د افغانستان او سیمې ترمنځ په باورجوړونه او مثبت پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.
تر اوسه په افغانستان کې د روسیې سفارت په دې اړه څه ندي ویلي.
روسیې لومړنی هېواد دی، چې طالبان یې په رسمیټ پېژندلي.










