افغانستانخبرونه

د اندونیزیا یوه طبي ډله کونړ ته د زلزله ځپلو د مرستو لپاره راغلې

کابل ټیلیګراف د تلې  ۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د بېړني طبي ژغورنې کمیټې په نوم د اندونیزیا یوې غیردولتي موسسې د کونړ زلزله‌ځپلو سره د مرستې لپاره افغانستان ته یوه طبي ډله لیږلې ده.

نړیوالې رسنۍ وایي چې، دا ډله په دې وروستیو کې افغانستان ته تللې او د اکتوبر تر ۹مې پورې به په افغانستان کې پاتې شي.

د راپورونو له مخې، په دې ډله کې دوه ښځینه ډاکټرانې، یو نارینه نرس او یو نارینه خبریال شامل دي.

د ټیم یوه ډاکټره، ټونګو میتي فرانسسکا ویلي، چې دوی به کونړ ته لاړ شي او هلته به خلکو ته روغتیايي خدمات او خوراکي مرستې چمتو کړي.

د اندونیزیا د بیړني طبي ژغورنې کمیټې ۵۰۰ درمل هم چمتو کړي دي چې د کنړ په بېلابېلو کلیو کې به ووېشل شي.

د کمیټې یوه مسوول ویلي، چې د طبي ټیم لېږل د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو د پیاوړتیا لپاره د هڅو یوه برخه ده.

شاوخوا یوه میاشت وړاندې د افغانستان ختیځ کې شدیده زلزله وشوه.دغې زلزلې په ځانګړي ډول کونړ ته تر ټولو ډېر زیان او تلفات واوښتل.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د نورو هیوادونو طبي او ژغورنې ټیمونه هم د زلزله‌ځپلو سره د مرستې لپاره افغانستان ته رسېدلي دي.

یادې زلزلې تر ۲۵۰۰ زیات کسان مړه کړل او له ۳۶۰۰ څخه ډیر یې ژوبل کړل، دغه راز تر ۵ زره زیات کورونه یې په بشپړ یا نیمه بشپړ ړنګ کړل.