خبرونهنړۍ

امریکا کې پر یوې کلیسا د برید له امله ۱۲ کسانو ته مرګژوبله اوښتې

کابل ټیلیګراف د تلې  ۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا «میشیګان» ایالت په ګرېنډ بلانک ښارګوټي کې پر یوې کلیسا د برید له امله څلور کسان وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي. 

د راپورونو له مخې چې پېښه پرون (یکشنبه) رامنځته شوې.

د فاکس نیوز په راپور کې ویل شوي چې، پېښه کې یو کس د کلیسا له دېوال سره خپل موټر ټکر کړی او بیا یې پر خلکو ډزې کړې دي.

سرچینه وایي بریدګر کلیسا ته له ننوتو سره سم ودانۍ ته اور اچولی او هلته یې پر هر چا ډزې کړې دي. 

ویل کېږي چې بریدګر د پولیسو له لوري وژل شوی دی. 

ډونالډ ټرمپ هم پر دې پېښه خواشیني ښودلې او په اړه یې د بېړنیو څېړنو غوښتنه کړې ده.

تر اوسه د دې پېښې اصلي لامل نه دی په ډاګه شوی او کوم لوري یې مسوولیت هم نه دی منلی.