
کابل ټیلیګراف د تلې ۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د بندیانو په چارو کې د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر ځانګړي استازي اډم بولر په مشرۍ امریکایې پلاوي له امیرخان متقي سره ولیدل.
سرچینه وايي، متقي په دغه لیدنه کې وويل چې د امیر امیري په نامه امریکايي تبعه پرون د دوی له بند څخه ازاد شو او د طالبانو حکومت د اتباعو مسایلو ته له سیاسي زاویې څخه نه ګوري او په ډاګه کوي، چې ډیپلوماسۍ له لارې د مسایلو د حل لپاره لارې چارې موندل کېدلای شي.
متقي د طالبانو او امریکا متحده ایالتونو ترمنځ د بندي د خلاصون د اسانچارۍ په برخه کې د قطر دولت له مؤثر رول څخه هم مننه وکړه.
د ولسمشر ټرمپ استازي د طالبانو له خوا د امريکايي تبعه د خلاصون له پرېکړې هرکلی وکړ او دا يې ورته ښه شېبه وګڼله.
بولر د طالبانو او د امريکا ترمنځ د خبرو پخوانی پړاو رغنده وباله او هيله يې څرګنده کړه چې پاتې مواردو باندې به هم خبرې دوام پيدا کړي.










