د طالبانو له زندانه د امریکايي وګړي امیر اميري خلاصون ته غبرګونونه

کابل ټیلیګراف د تلې ۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال
طالبانو په یو تازه اقدام کې پرون يو بل امریکايي وګړی امير امیري له زندان څخه آزاد کړ چې دغه چاره د امریکا د ښه راغلاست تر څنګ له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې ده.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وايي چې امیر امیري پرون د بندیانو په چارو کې د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر ځانګړي استازي اډم بولر د سفر پرمهال چې کابل ته يې درلود، ازاد شو.
اډم بولر د امیري تر خلاصون وروسته د طالبانو د بهرنيو چارو وزیر امیرخان متقي سره ولیدل او د هغه خلاصون يې د امریکا او طالبانو د اړیکو لپاره غوره ګام ياد کړ.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وايي چې متقي په دغه لیدنه کې وويل چې د امیر امیري په نامه امریکايي تبعه پرون د دوی له بند څخه ازاد شو او د طالبانو حکومت د اتباعو مسایلو ته له سیاسي زاویې څخه نه ګوري او په ډاګه کوي، چې ډیپلوماسۍ له لارې د مسایلو د حل لپاره لارې چارې موندل کېدلای شي.
متقي د طالبانو او امریکا متحده ایالتونو ترمنځ د بندي د خلاصون د اسانچارۍ په برخه کې د قطر دولت له مؤثر رول څخه هم مننه وکړه.
د ولسمشر ټرمپ استازي د طالبانو له خوا د امريکايي تبعه د خلاصون له پرېکړې هرکلی وکړ او دا يې ورته ښه شېبه وګڼله.
بولر د طالبانو او د امريکا ترمنځ د خبرو پخوانی پړاو رغنده وباله او هيله يې څرګنده کړه چې پاتې مواردو باندې به هم خبرې دوام پيدا کړي.
د امریکا د بهرنيو چارو وزیر هر کلی
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له افغانستانه د امریکایي وګړي امیر امیري د خوشې کېدو هرکلی کړی او دغه برخه کې یې د قطر هڅې ستایلې دي.
روبیو پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د زندانیانو د خلاصون/تبادلې برخه کې د قطر هڅې د پام وړ دي او دغه راز يې یادونه کړې چې دا ډول کړنې د طالبانو او امریکا ترمنځ د اړیکو جوړېدو ته لاره حوارولی شي.
خلیلزاد؛ هیله ده طالبان راتلونکي کې امریکايي وګړي ونه نیسي
د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی او افغان الاصله امریکايي ډيپلوماټ زلمی خلیلزاد هم د امير امیري خلاصون د متحده ایالاتونو او طالبانو ترمنځ د اړیکو ښه کولو لاره کې يو مهم ګام یاد کړی دی.
هغه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي : ((طالبانو امیر امیري چې په غلط ډول نیول شوی و، خوشې کړ. زه تمه لرم چې دا مسله به په بشپړه توګه حل شي، په بشپړ وضاحت او زموږ د پاتې اتباعو په اړه مثبت حل سره، او د دې پوهېدو سره چې طالبان په راتلونکي کې د یرغمل نیولو د تکرار اراده ونلري.))
امیر امیري قطر ته ورسېد
د قطر هېواد اړوند الجزیرې رسنۍ راپور ورکړی چې د طالبانو لخوا د قطر په منځګړي توب ازاد شوی امریکايي بندي امیر امیري تېره شپه ناوخته د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلی دی.
ټاکل شوې چې امیري تر قطر وروسته امریکا ته انتقال شي او خپلې کورنۍ سره يوځای شي.

د بندیانو په چارو کې د امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي اډم بولر د امیري په خلاصون کې د قطر هڅې ستایلې دي.
د يادولو وړ ده چې ۳۸ کلن امیر امیري د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په میاشت کې په کابل کې د طالبانو لخوا نیول شوی و خو تر اوسه څرګنده نه ده چې نوموړی په کوم جرم نيول شوی دی.










