
کابل ټیلیګراف د تلې ۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د هندوستان لومړي وزير نرېندرا مودي د پاکستان پر وړاندې د هند کرېکټ ملي لوبډلې د بریا نمانځنه د « سِندور عملیات» په نوم د کرېکټ په ډګر کې یوه بریالۍ ننداره ده.
مودي ویلي، هند بریالی دی او پایله همغه ده. مودي د «همغه» کلمې په ویلو د هند او پاکستان د وروستۍ جګړې بریا ته اشاره کړې ده.
نوموړي د اسیا جام سیالیو په پایلوبه کې له پاکستانه د لوبې ګټلو له امله د مبارکۍ مراتب وړاندې کړي.
د « سِندور عملیات» نوم هغو بریدونو ته کارول شوی چې د هند حکومت د کشمیر د پهلګام سیمې پر سیلانیانو د برید په غبرګون کې ترسره کړل.
په دې عملیاتو کې د هند پوځیانو د پاکستان دننه نهه سیمي هدف ګرځولې وې. نوي ډیلي هغه مهال ویلي وو چې د ترورېستي ډلو پټنځي یې په نښه کړي دي.
په ورته وخت کې د هند د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړو د کرېکټ اسیايي شورا مشر او د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي څخه د اتلولۍ جام له اخېستو ډډه کړې ده.










