افغانستانخبرونه

اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت ضد څېرو ناسته پيل شوه

کابل ټیلیګراف د تلې  ۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال

‏د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د طالب ضد افغان سیاسي جریانونو، مدني بنسټونو او فعالانو دوه ورځنۍ ناسته پیل شوه چې موخه یې د افغانستان اوسني ناسم وضعیت ته د یوې مناسبې حل لارې موندل بلل شوي.

دغه ناسته نن (دوشنبه د تلې ۷) پیل شوې او ټاکل شوې دوه ورځې دوام وکړي.

دغه ناسته د افغانستان د ښځو لپاره بنسټ (WFA) او د جنوبي اسیا د ستراتېژیک ثبات انسټیټیوټ په نوښت جوړه شوې.

د غونډې ګډونوالو ویلي، له دې دوه ورځنۍ ناستې یې موخه د افغانستان د سیاسي راتلونکې ارزونه، د افغان مېرمنو پر حالت او په راتلونکو بدلونونو کې د طالبانو د مخالفو جریانونو ونډه بلل شوې.

په دې دوه ورځنۍ ناسته کې د مخکېني جمهوري نظام د کابینې یو شمېر غړي، د مدني ټولنو استازي، د ولسي جرګې یو شمېر غړي او د افغان کډوالو یو شمېر استازو برخه اخېسې.