
کابل ټیلیګراف د تلې ۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتن یاهو د ټیک ټاک او ایکس سوشل میډیا پلیټ فارمونو د اخیستلو ته لیوالتیا ښودلې.
په نیویارک کې د امریکايي سوشل میډیا نفوذ کوونکو سره په لیدنه کې نوموړي ويلي: اوس د یوې نوې ډول جګړې او نویو وسلو اړتیا ده او د اوسني دور تر ټولو مهم وسلې سوشل میډیا پلیټ فارمونه دي.
هغه وویل چې ټیک ټاک او ایکس تر ټولو اغېزمنې وسلې دي او ایلن مسک دښمن نه بلکې دوست دی، له هغه سره خبرې کېدلی شي.
نیتن یاهو وویل که موږ دا دوه پلیټ فارمونه ترلاسه کړو نو زموږ موضوع به سم شي.










