
کابل ټیلیګراف د تلې ۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ لمسۍ له سپینې ماڼۍ څخه د خپل لباس برانډ معرفي کړی.
ټرمپ د سپینې ماڼۍ بهر د رسنیو سره د خبرو پر مهال د خپل زوی ډان جونیئر د لور د لباس برنډ معرفي کړ او هغه سپین شرټ لباس چې ۱۳۰ ډالره قیمت لري، په تن کړی و.
هغه رسنیو ته د خپلې ۱۸ کلنې لمسۍ په معرفي کولو سره وویل، ’دا کای ده‘.
وروسته دا دواړه د ګالف مینه وال نیکه او لمسۍ په یوه هلیکوپټر کې د رایډر کپ سیالیو کې د ګډون لپاره روان شول.
د یادونې وړده، چې کای د متحده ایالاتو د ولسمشر تر ټولو مشره لمسۍ ده چې تمه ده راتلونکی کال د میامي پوهنتون د ګالف لوبډلې سره یوځای شي.
کای د پنجشنبې په ورځ په سوشل میډیا کې د خپل برانډ د پیل اعلان کړی دی.
هغې د انسټاګرام په اپلیکیشن کې د خپل برانډ سویټ شرټونه په اغوستلو سره په سپینه ماڼۍ کې د خپلو ځینو انځورونو شریکولو سره اعلان کړی دی.










