
کابل ټیلیګراف د تلې ۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د بلوچستان مرکز کوئټې اړوند زرغون سړک سیمه کې د چاودنې له امله ۳ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
پولیسو ویلي، د زرغون سړک په شاوخوا کې د چاودنې نوعیت معلومولو لپاره څېړنې پیل کړي، خو تر اوسه روښانه نده، چې دغه چاودنه څه ډول رامنخته شوې ده.
د سرچینو په وینا، د زرغون سړک په شاوخوا کې د چاودنې وروسته د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.
روغتیایي مسؤلینو ویلي، د پېښې له ځایه درې جسدونه او ۱۵ ټپیان روغتون ته لیږدول شوي دي.
تر اوسه کومې ډلې د دغه چاودنې مسؤلیت پر غاړه نده اخیستی.










