
کابل ټیلیګراف د تلې ۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د رسنیو د را پورونو له مخې؛ د سعودي عربستان، اردن، متحده عربي امارات، اندونیزیا، ترکیې، قطر، مصر او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډه د غزې په اړه د امریکا متحه ایالاتونو د ولسمشر ډونالډټرمپ له پلان ملاتړ کړی.
د سعودي ملي پریس اژانس (SPA) تائید کړی چې د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غزې په اړه د امریکا د ولسمشر په مشرۍ د شویو هڅو په اړه قدرداني او ستاینه کړې ده.
په دغه پلان کې د غزې بیا رغونه، د فلسطینیانو د بېکوره کېدو مخنیوی لپاره یو جامع پلان وړاندې شوی، او دغه راز د لویدیځې غاړې د اسرائیل سره د یوځای کېدو مخه نیول شوې ده.
همدارنګه حماس ته د وسلو پرېښودو او یرغمالو د خوشې کولو لپاره ۷۲ ساعته وخت ورکړل شوی، او هلته د سولې ټینګولو لپاره یې د موقتي پوځ ځای پر ځای کول هم شامل دي.
د امریکا د ولسمشر ټرمپ په مشرۍ به یوه موقتي اداره جوړه شي، چې پکې پخوانی بریتانوي لومړی وزیر ټوني بلېر هم شامل دی.










