خبرونهنړۍ

د اوکراین ولسمشر د ټرمپ لیدو په موخه واشنګټن ته رسیدلی

کابل ټيلیګراف – ۲۷ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د لیدنې په موخه واشنګټن ته رسیدلی.

هغه په خپلې ایکس پاڼې د امریکا د ولسمشر د بلنې څخه مننه کړې او ویلي، چې موږ ټول غواړو دا جګړه ژر او په خوندي ډول پای ته ورسیږي.

زیلنسکي زیاته کړې، هغه باور لري چې د امریکا او اروپايي ملګرو سره یووالی به روس دې ته اړ کړي چې واقعي سولې ته غاړه کیږدي. 

ټاکل شوې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اوکراین ولسمشر زیلنسکي ترمنځ دوه اړخیزه غونډه د امریکا په وخت د ماسپښین په ۱:۱۵  او د افغانستان په وخت د ماښام ۹ او ۴۵ دقیقې ترسره شي.

دغه راز ټرمپ به نن ماښام د اوکراین د ولسمشر په حضور کې د افغانستان په وخت د شپې ۱۱ بجې د اروپایي اتحادیې له مشرانو سره هم وګوري.