د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي به نن په ایران کې د حماس د سیاسي دفتر د وژل شوي مشر اسماعیل هنیه د جناز لمونځ امامت وکړي او وروسته له هغې به په دوحه کې خاور ته وسپارل شي.
ایراني رسنیو تېره ورځ راپور ورکړ چې اسماعیل هنیه او یو ساتونکی یې په تهران کې په یو برید کې وژل شوي. ایران د برید او د برید د ځای په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.
د راپورنو له مخې، د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي به نن (د زمري ۱۱ مه ) د اسماعیل هنیه د جنازې د لمانځه امامت کوي او وروسته له هغې به په دوحه کې خاورو ته وسپارل شي.
خامنه يي د دغه برید د قويغچ اخیستو ګواښ کړی او ویلي ېې دي دا زموږ مسئولیت دی «چې د هغه د وینو غچ واخلو، ځکه چې هغه د ایران اسلامي جمهوریت په خاورې کې شهید» شوی دی.
د حماس مشر ایران ته تللی و چې د دغه هېواد د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې برخه واخلي.
د غچ اخیستو ګواښونو په سیمه کې د جګړې د ډېرېدو اندېښنه پارولې ده.